IQNA

 په عربستان کې د پوځیانو د قرآن د حفظ دنړیوالو سیالیو نهم پړاؤ پیل شو(انځورونه)

14:04 - November 08, 2022
د خبر لمبر: 3486428
ایکنا-(تهران)د نړۍ د پوځیانو د قرآن کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو نهم پړاؤ د لړم دمیاشتې په پنځلسمه نیټه،په عربستان کې ددفاع وزارت  او دینی چارو دد عمومي ادارې پههمت سره پیل شو.

ایکناخبری آژانس د سبق له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان په څارنې سره  په مکې مکرمې کې پیل شوي او د لړم تر دوویشتمې نیټې پورې یعنی تر اتو ورځوپورې به دوام ومومي.

 په دغو سیالیو کې د کابو ۲۷هیوادونو نمایندګان برخه اخلي او دغه سیالۍ  له سهار اتو بجو تر دولسو بجو پورې او بیا دوهم وخت هم د مازدیګر له څلوروبجو تر شپږنیمو بجوپورې ترسره کیږي.

دغه پروګرام همداراز له قرآن کریم اونورو قرآني علومو سره له ځينو اړوندهنورو فعالیتونو سره یوځای دي.

سږکال د؛ترټولو ښکلی غږ؛ سیالي هم د سیالیو برخو ته ورزیاته شوې ده او دسږکال سیالیو  جایزې هم د تیرو کلونو په نسبت زیاتې شوي دي.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4097636

captcha